Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې له کډوالۍ راستنو شوو کورنیو ته د کورونو جوړولو لړۍ پیل شوه

لغمان کې له کډوالۍ راستنو شوو کورنیو ته د کورونو جوړولو لړۍ پیل شوه

author avatar
24 Oct 2024 - 16:48
لغمان کې له کډوالۍ راستنو شوو کورنیو ته د کورونو جوړولو لړۍ پیل شوه
author avatar
24 Oct 2024 - 16:48

مهترلام (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۳): د لغمان سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام، الینګار، قرغیو او بادپښ ولسوالیو کې له کډوالۍ تازه راستنو شوو ۳۱۰ کورنیو د کورونو جوړولو لړۍ پیل شوه.

د لغمان ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي غلام‌الرحمن بلال پژواک خبري اژانس ته وویل، نن یې په مرکز مهترلام او درېیو ولسوالیو کې له کډوالۍ بېرته راستنو شوو ۳۱۰ کورنیو ته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا د یو اعشاریه درې میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د سرپناه جوړولو چارې پیل شوې.

مولوي بلال وویل، هرې کورنۍ ته دوه خونې، یو دهلیز، یو تشناب او یو پخلنځی په پام کې نیول شوي چې د یو کال په موده کې به یې رغنېزې چارې بشپړې شي.

ورته مهال، هغه کورنۍ چې کورونه ورته جوړېږي خوښې دي چې په وړیا ډول ورته سرپناه برابرېږي.

تراوسه نه ده معلومه چې د یاد شمېرونو پر جوړولو څومره لګښت کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.