د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټریش، جورجټ ګانیون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) د سیاسي مرستیالې په توګه ټاکلې ده.
کانګو کې چارواکي وايي، د دغه هېواد پلازمېنه کې له مرکزي زندان «ماکالا» څخه د تېښتې د هڅې پر مهال لږ تر لږه ۱۲۹ بندیان ووژل شول.
د سعودي عربستان رسنیو راپور ورکړی چې د عبدالقیوم شینواري په نوم یو افغان دغه هېواد ته د نشهيي توکو د قاچاق په «جرم» اعدام شوی دی.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پشتونخوا ایالت کې د سېلابونو راتلو له امله ۶۸ کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، خیبر پښتونخوا کې د ځمکې ښوېدو له امله د یوې کورنۍ ۱۲ غړي مړه شوي دي.
رسنیو راپور ورکړی چې جرمني د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې مجرم پېژندل شوي او په لومړي پړاو کې یې ۲۸ افغانان له دغه هېواده را ایستلي دي.
افغانه پاراتکواندوکاره ذکیه خدادادي د پاریس پارالمپیک سیالیو کې برنزو مډال ګټوونکې شوه.
د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي له امیرخان متقي سره په لیدنه کې له اسلامي امارت غوښتي څو د نجونو زدهکړو او د ښځو کار په اړه پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.
د کرنې وزارت مسوولین وايي، د وروستي یوه کال په اوږدو کې یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخو کې د ۳۰۰ میلیون ډالرو په لګښت ۲۷۱ پروژې پلې کړې او د کرنې او مالدارۍ وزارت سکټور د ملاتړ په موخه یې پر کروندګرو او مالدارانو ۱،۳ میلیارد افغانۍ وېشلې دي.
د ټالینډ چارواکي وايي چې د دغه هېواد په څو ایالتونو کې د سېلابونو راتلو له امله لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
بنګلهدېش کې د سختو موسمي بارانونو او سېلابونو له امله ۲۰ کسان مړه او څه باندې پنځه میلیون نور کسان اغېزمن شوي دي.
رسنیو راپور ورکړی چې د فرانسې پولیسو د ټيلګرام بنسټګر او اجرایی مدیر پاول دوروف پاریس ته نږدې په هوايي ډګر کې نیولی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP