د سوډان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې تېرو درېیو میاشتو کې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۳۸۸ کسان د کولرا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د لبنان سوېلي برخو کې د اسرائیل هوايي بریدونو ډېرېدو له امله ۳۷ کسانو ته د مرګژوبلې له اوښتو سره سم امریکا او اردن له خپلو وګړو غوښتي چې له لبنان څخه ووځي.
د ایران د خراسان ولایت د ډبرو سکرو یوه کان کې چاودنې لږ تر لږه ۵۲ کارګران وژلي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د سولې له نړۍوالې ورځې سره سم، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش ویلي، هر لور ته چې ګوري، سوله تر برید لاندې راغلې ده.
اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د اوکراین بیارغونې لپاره دغه هېواد ته ۳۹ میلیارده ډالر پور ورکوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې را روانه چهارشنبې د افغانستان په اړه غونډه جوړوي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د ادارې مسوولین وايي چې اوسمهال په ټول افغانستان کې د اسلامي امارت ۳۵ زره «مجاهدین» د دې ادارې په ښوونیزو مرکزونو کې د ادارې او مدیریت برخو کې پر زدهکړو بوخت دي.
د نایجریا چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد په شماللوېدیځ کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله ۶۴ کسان نادرک شوي دي.
د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي او اروپایي هېوادونو د یو شمېر چارواکو په ګډون د یوې ناستې په پای کې غزه کې د جګړې پای ته رسولو لپاره له نړۍ د روښانه پلان غوښتنه کړې ده.
شپېګل ورځپانې راپور ورکړی، اسلامي امارت هغه ۲۸ افغان کډوال چې یوه اونۍ مخکې له جرمني را ایستل شوي وو، کابل کې په ضمانت خوشې کړي دي.
د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه اعلان وکړ چې د «طالبانو» نوم یې د ممنوعه ډلو له فهرسته حذف کړی دی.
د «چین مرکزي اسیا د نفت او ګاز شرکت» رییس له بلال کریمي سره کتنه کې په افغانستان کې د نفتو د استخراج چارو چټکتیا او پراختیا په اړه غږېدلی او ویلي یې دي چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ماشینري ولېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP