د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې یي په افغانستان کې د کورنیو له ۱۵ زره سرپرستو ښځو سره مرسته کړې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي اعلان کړی چې په ټوله نړۍ کې د جګړې، ځپل کېدو، بېوزلۍ او اقلیمي بدلونونو له امله ۱۲۳ میلیون کسان بېځایه شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) د غړو هېوادونو د استازو ۲۳مه غونډه د اکتوبر په ۱۵مه او ۱۶مه په اسلاماباد کې جوړېږي.
رسنیو راپور ورکړی چې د قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډون عربي هېوادونو له امریکا غوښتي چې د ایران پر نفتي زېرمو د اسرائیل د احتمالي برید مخنیوی وکړي.
امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په فلورېډا ایالت کې د میلټون توپان له امله چې له دوړو او خاور سره مل و، تر اوسه ۱۶ کسان مړه شوي دي.
رسنیو راپور ورکړی چې په هایتي کې د «ګرانګ ګریف» په نوم د یوې وسلهوالې ډلې د برید په پایله کې ۷۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې وسلهوالو د بلوچستان ایالت په پنجګور او موسیخېلو سیمو کې په دوو بریدونو کې لږ تر لږه اووه کارګر وژلي او ۲۰ نور یې تښتولي دي.
د هند پولیسو اعلان کړی چې د ۵۶۰ ګرام کوکایین او هیرویینو د قاچاق په تور یې دوه افغانان نیولي دي.
د امریکا د سویل – ختیځ په پراخو سیمو کې د «هلن» توپان له امله چې د سختو سېلابونو راوتلو لامل هم شوی، لږ تر لږه ۴۳ کسان مړه شوي دي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف ویلي چې په سیمه که د امنیت ټینګښت لپاره باید له افغانانو سره مرسته او د دغه هېواد د اقتصاد په بیارغونه کې همکاري وشي.
د احمدفهیم عظیمي کورنۍ وايي چې هغه له نږدې یوه کال وروسته نن سهار له بنده خوشی شو.
د قطر د نړۍوالو همکاریو وزیرې لولوه الخاطر ژمنه کړې چې د زدهکړو او روغتیایي مراقبتونو برخو کې د افغانستان د ښځو د ملاتړ لپاره ۷۵ میلیون ډالر مرسته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP