کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۳): امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په فلورېډا ایالت کې د میلټون توپان له امله چې له دوړو او خاور سره مل و، تر اوسه ۱۶ کسان مړه شوي دي.
سيبياېس نیوز راپور ورکړی چې د مړینو یاد شمېر د فلورېډا ایالت له بېلابېلو ښارونو څخه راپور ورکړل شوی دی.
د راپور له مخې، یاد توپان له دوړو او خاورو، تېزو بادونو او بارانونو سره مل و چې له امله یې فلورېډا کې استوګنیزو کورونو ته ډېر زیان اوښتی دی.
یاد توپان ډېر شمېر کورونه ویجاړ کړي او څه باندې دوه میلیون کسان له برېښنا څخه بېبرخې شوي دي.
د یادونې ده چې تېره اونۍ هم د امریکا په جورجیا او شمالي کارولینا ایالتونو کې د سختو توپانونو له امله څه باندې ۲۰۰ کسان مړه شوي وو.