د پاکستان د حکومت کابینې اعلان کړی چې د ثبت شوو افغان کډوالو د اوسېدو موده یې د یوه بل کال لپاره وغځوله.
د هند د اوتار پرادیش ایالت په شمال کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، روان میلادي کال د سختې ګرمۍ له امله ټوله نړۍ کې سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او باید د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې پراخ او بېړني اقدامات ترسره شي.
د هند په شمالختیځ اسام ایالت کې د سېلابونو راتلو له امله د قربانیانو شمېر ۵۸ کسانو ته رسېدلی دی.
چین او تاجکستان، افغانستان کې د سیاسي مذهبي او قومي ډلو د استازو په ګډون د یوه ټولګډونه حکومت پر رامنځته کېدو په داسی حال کې ټینګار کړی چې اسلامي امارت د ټولګډونه حکومت جوړول د افغانستان کورنۍ مسئله بولي.
د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له مخکې، مسعود پزشکیان د ولسمشرۍ څوارلسمې دورې ټاکنو په دویم پړاو کې تر ټولو ډېرو رایو په ترلاسه کولو سره د دغه هېود ولسمشر وټاکل شو.
د برازیل دولت اعلان کړی چې د دغه هېواد په سوېل کې د بېمخنیې سېلابونو له امله ۱۸۰ کسان مړه شوي دي.
د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو په دغه سازمان کې د بلاروس غړیتوب سند لاسلیک کړ.
د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اماندا مکګرګور یې د ګېلن مایلر پر ځای د افغانستان لپاره د دغه هېواد د نوې ځانګړې استازې په توګه ګومارلې ده.
د المان د سوسیال ډیموکراټ ګوند ویاند نیلز شمید په کابل کې د دغه هېواد د سفارت پرانیستو او افغانستان ته د الماني ډیپلوماټانو لېږلو غوښتنه کړې ده.
نیکاراګوا هېواد په چین کې د دغه هېواد اوسنی سفیر مایکل کمپبل د افغانستان لپاره د سفیر په توګه معرفي کړی دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مخکني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو اختریزو پیغامونو کې ملي یووالی او قومي تنوع ته درناوی د هېواد د پرمختګ لاملونه بللي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP