په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو همغږيکوونکې ادارې (اوچا) اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ کال لومړیو درېیو میاشتو کې یې په افغانستان کې له ۱۰،۹ میلیون کسانو سره مرسته کړې ده.
په کابل کې د چین سفیر د یوناما له مرستیال مارکس پوتزل سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړې دي.
د لوی اختر په رارسېدو سره ډاکټران د کانګو ناروغۍ پېښو پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او سپارښتنه کوي چې د مخنیوي لپاره یې باید د څارویو حلالولو پر مهال له دستکش، ماسک، عینکو او اوږدو جامو استفاده وشي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي چې د اروپایي ټولنې په ملاتړ یې له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۳ کاله پورې له ۱،۲ میلیون افغانانو سره مرسته کړې ده.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د ۱۰ ښوونیزو مرکزونو زدهکوونکو او ښوونکو لپاره د یوې موسسې له لوري د حاضرۍ انلاین سیسټم فعال شو.
د بېپولې خبریالانو سازمان (RSF) اعلان کړی چې د دغه سازمان رییس کریسټف دلور د ۵۳ کلونو په عمر ومړ.
د مکسیکو په تاریخ کې په لومړي ځل یوه ښځه په سراسري ټاکنو کې له بریا وروسته د دغه هېواد ولسمشره وټاکل شوه.
د هند رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې د سختې ګرمۍ له امله ۵۴ کسان مړه شوي دي.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون او د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الخنزاب د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیواېفپي) ویلي چې اروپایي ټولنې د هېواد د ښوونځيو د زدهکوونکو د خوړو خونديتوب لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.
د بښنې نړۍوال سازمان په تېر کال (۲۰۲۳) کې د اعدام د زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي، دغه کال کې ۱۵۳ کسان اعدام شوي چې په نږدې یوه لسیزه کې تر ټولو لوړ ثبت شوي ارقام دي.
په تېرو درېیو ورځو کې د امریکا په څلورو ایالتونو کې د سخت توپان او بوړبوکیو له امله ۲۱ کسان مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP