ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو لوړ ارقام؛ ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ په کچه یو زر او ۱۵۳ کسان اعدام شوي

په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو لوړ ارقام؛ ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ په کچه یو زر او ۱۵۳ کسان اعدام شوي

author avatar
29 May 2024 - 15:03
په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو لوړ ارقام؛ ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ په کچه یو زر او ۱۵۳ کسان اعدام شوي
author avatar
29 May 2024 - 15:03

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د بښنې نړۍوال سازمان په تېر کال ۲۰۲۳ کال کې د اعدامونو له ډېرېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دغه کال کې په ټوله نړۍ کې یو زر او ۱۵۳ کسان اعدام شوي او دا په نږدې یوه لسیزه کې تر ټولو لوړ ارقام دي چې ثبت شوي دي.

یاد سازمان په هغه راپور کې چې نن (چهارشنبه، د غبرګولي ۹مه) خپور شوی، لیکلي چې یوازې ۷۴ سلنه اعدامونه په ایران کې شوي دي.

راپور زیاته کړې چې چین، ایران، سعودي عربستان، سومالیا او امریکا هېوادونو په ۲۰۲۳ کال کې تر ټولو ډېر شمېر د اعدام سزاګانې ثبت کړې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان وړاندې شوو شمېرو له مخې، یوازې ایران په ۲۰۲۳ کال کې څه کم ۸۵۳ کسان اعدام کړي چې تېر کال کې د ټولو اعدامونو ۷۴ سلنه جوړوي.

د ویلو ده چې په ۲۰۲۳ کال کې د اعدام دغه ثبت شوي ارقام له ۲۰۱۵ کال څخه راهیسې تر ټولو لوړ ارقام دي او د ۲۰۲۲ کال په پرتله شاخوا ۳۰ سلنه ډېروالی ښیي.

د بښنې نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، بېلابېل هېوادونه بېلابېل ډول اعدامونه عملي کوي.

په سعودي عربستان کې د محکوم کسانو سر پرې کېږي او په مصر، بنګله‌دېش، عراق، ایران، جاپان، میانمار، سنګاپور، سوېلي سوډان او سوریه کې محکوم کسان په دار ځړول کېږي.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.