Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لومړي ځل یوه مېرمن د مکسیکو ولسمشره شوه

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د مکسیکو په تاریخ کې په لومړي ځل یوه ښځه په سراسري ټاکنو کې له بریا وروسته د دغه هېواد ولسمشره وټاکل شوه.

اسوشېټېډ پرس راپور ورکړی چې نن دوشنبې د مکسیکو د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان شوې او کلوډیا شینباوم ۵۸.۳ تا ۶۰.۷ سلنه رایې تر لاسه کړي، د دغه هېواد په ۲۰۰ کلن تاریخ کې په لومړي ځل یوې ښځې د دغه هېواد واګې په لاس کې واخیستې.

شینباوم چې له دې مخکې د سيټي مکسیکو ښارواله وه، د خپل حکومت شپږ کلنه دوره به د روان کال د اکتوبر په لومړۍ پیل کړي.

هغې د ټاکنو له لومړنیو ارقامو خپرېدو وروسته ویلي: «موږ و ښودله چې مکسیکو یو دموکراتیک هېواد دی.»

 د یادونې ده چې مکسیکویانو تېره ورځ (د یکشنې په ورځ د غبرګولي په ۱۳مه یوې تاریخي ټاکنه کې برخه واخیسته.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.