د قطر د سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د افغانستان په محرومو سیمو کې ۱۰ روغتیایي مرکزونه جوړوي.
د هند د ګجرات ایالت په یوه تفریحي پارک کې د اورلګېدنې له امله ۲۷ کسان مړه شوي دي.
د پاپوا نیو ګیني په شمال کې د ځمکې ښویېدنې له امله څه باندې ۳۰۰ کسان او له زرو ډېر کورونه تر خاورو لاندې شوي دي.
د یوه روسي شرکت رییس د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره لیدنه کې د افغانستان د کاني سرچینو په ځانګړې توګه د نفت او ګازو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې سېلابونو د افغانستان په شمال کې څه باندې ۸۰ زره خلک زیانمن کړي او له هغوی سره د مرستې لپاره ۱۴،۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت مسوولین وايي چې په وروستیو ۱۱ ورځو کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۲۹۴ کسان مړه او ۲۶۶ نور ټپیان شوي دي.
ترکیش هوايي شرکت وروسته له درېیو کلونو افغانستان ته خپلې الوتنې بېرته پیل کړې.
د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې په نړۍ کې ۳۰۹ میلیون کسان له سختې لوږې سره مخ دي.
د پاکستان پنجاب صوبه کې د ترافیکي پېښې له امله د نهو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۴ غړي مړه شوي دي.
د یوه فرهنګي بنسټ مسوولین په کابل کې د هنرمندانو د ملاتړ او ستاینې په موخه د ۷۰ نقاشانو او خطاطانو ترمنځ د رقابتي نندارتون له پرانیستلو خبر ورکوي.
د اسټرالیا د پوځ مخکنی وکیل ډیویډ مکبرایډ چې په افغانستان کې یې د اسټرالیايي پوځیانو جنګي جنایتونو تور په افشا کولو کې مرسته کړې وه، پر پنځه کاله او اته میاشتې بند محکوم شو.
د صنعت اونۍ ملي او نړۍوال نندارتون له جوړېدو سره هممهاله حکومتي مسوولینو له داخلي تولیداتو څخه پر استفادې ټينګار کړی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د داخلي تولیداتو او صنعت ملاتړ کوونکی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP