ژبه

ترکیش ایرلاین افغانستان ته خپلې الوتنې بېرته پیل کړې

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): ترکیش هوايي شرکت وروسته له درېیو کلونو افغانستان ته خپلې الوتنې بېرته پیل کړې.

د راپورونو له مخې، یاد شرکت خپله لومړۍ الوتنه نن سهار (سه‌شنبه، د غبرګولي لومړۍ نېټه) له ترکیې کابل ته ترسره کړه.

د ویلو ده، د ترکیش ایرلاین هوايي شرکت د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته خپلې الوتنې درولې وې.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر یوه کال کې د «فلای دوبی» او «ایر عربیه» هوايي شرکتونو هم افغانستان ته خپلې الوتنې بېرته پیل کړې دي.

د اسلامي امارت چارواکو له دې مخکې په وار وار ویلي چې د افغانستان فضا د هر ډول الوتنو لپاره خوندي ده او د هېواد په ټولو هوايي ډګرونو کې معیاري خدمتونه وړاندې کېږي.