ژبه

پاکستان کې ترافیکي پېښه؛ د یوې کورنۍ ۱۴ غړي مړه شوي

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۳): د پاکستان پنجاب صوبه کې د ترافیکي پېښې له امله د نهو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۴ غړي مړه شوي دي.

اکسپرېس تربیون راپور ورکړی چې پرون ناوخته یو مسافر وړونکی بس د پنجاب په خوشاب سیمه کې له سړکه وتلی او کندې ته لوېدلی دی.

د راپور له مخې چې په دې پېښه کې ۱۲ کسان ټپیان شوي هم دي.

د پېښې لامل د موټر تخنیکي ستونزه بلل شوې او ټول ټپیان او مړه د یوې کورنۍ غړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې یوه میاشت مخکې هم د پاکستان د سند پر لویه‌لار د ترافیکي پېښې له امله ۳۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.