د بغلان په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو په تړاو – چې لسګونو کسانو پهکې ژوند له لاسه ورکړی- ځینو دولتي بنسټونو ویلي، سېلابځپلو ته د مرستېرسونې په موخه یې ټیمونه لېږلي دي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي چې په تېر یو کال کې یې له دغه هېواده یو میلیون او ۳۰۰ زره «ناقانونه» کډوال ایستلي دي.
د اسلامي امارت مسوولینو د کارګر نړۍوالې ورځې نمانځلو په مناسبت یوه ناسته کې په روانه میاشت کې د بېکارۍ کچې ټیټولو او کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه «د کار نړۍوال کنفرانس» له جوړېدو خبر ورکړی او ټینګار کوي چې حکومت د کارګرو د حقونو تامین ته ژمن دی.
د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې سره هممهاله، یوناما د افغان خبریالانو د خونديتوب او ملاتړ غوښتنه کړې او د افغانستان لپاره د امریکا سفارت له پېښو د هېوادوالو په باخبره ساتلو او عمومي خبرو اترو کې د ازادو مطبوعاتو پر کلیدي رول ټینګار کړی دی.
هرات کې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ۵۴۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت تر ټولو لویه او لومړنۍ د کیمیاوي سرې د تولید کارخونه پرانیستل شوه.
افغانستان کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې رافیلا ایوډیس ویلي چې دې ټولنې د افغانستان د اقلیمي تغییراتو سره د مبارزې په موخه ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د دغه سازمان د بشري حقونو شورا د دورې د ارزونې کاري ټیم ناسته نن د افغانستان د بشري حقونو د راپورونو ارزونې لپاره ناسته ترسره کیږي.
کاناډایي رسنیو خبر ورکړی چې دغه هېواد غواړي له افغانستان سره خپلې مرستې بېرته پیل کړي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې اروپایي ټولنې په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره د مبارزې او د اوبو خدمتونو ښه کېدو په موخه ۱۵ میلیون یورو ځانګړي کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت قطر او پاکستان ته د افغانستان په اړه د خبرو اترو لپاره د دغه وزارت د سیاسي مرستیال جان بس له سفر څخه خبر ورکړی دی.
د افغان – قزاق د نندارتون په پرانیستغونډه کې د سرپرست حکومت چارواکو وویل چې په هېواد کې تر بل هر وخت ډېر د سوداګرۍ لپاره فرصت برابر شوی او هېوادونه یې افغانستان کې سوداګرۍ ته راوبلل.
د جیبوټي هېواد سواحلو کې یوه کوچنۍ کښتۍ چپه شوې چې له امله یې ۲۱ کډوال مړه او ۲۳ نور نادرکه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP