له څو میاشتو بحث وروسته د بریتانیا پارلمان رواندا ته افغان پناهغوښتونکو په ګډون د ناقانونه کډوالو د ایستلو طرحه تصویب کړه.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې اسلامي امارت د ټولو افغانانو د ګډ کور په توګه، توپیري چلندونو ته اجازه نه ورکوي او له ټولو توکمونو یې غوښتي چې د هېواد ابادۍ او سوکالۍ لپاره په ګډه کار وکړي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د امنیت شورا له خوا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین بشپړ غړیتوب پرېکړهلیک پر نه تصویبېدو خواشیني څرګنده کړې او دغه کار یې د سیمې د سولې هڅو ناکامي بللې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په تېرو دوو ورځو کې ۱۶۷ افغان کډوالې کورنۍ چې ۸۳۷ کسان کېږي، له پاکستانه په زور هېواد ته رااړول شوي دي.
ټاکل شوې چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه نن له کویټ سره ترسره کړي.
رسنیو راپور ورکړی چې په متحده عربي امارتو او عمان کې د سختو ورښتونو او توپان پایله کې لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دویمې مرحلې له پیل سره سم د بېپولې ډاکټرانو سازمان (MSF) وايي، په جدي ډول د هغو افغانانو په اړه اندېښنه لري چې له دغه هېواده ایستل کېږي.
د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، په هېواد کې دې وروستیو ورښتونو له امله د نغلو، سروبي او ماهیپر په بندونو کې د برېښنا د تولید کچه لوړه شوې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان کې د شاوخوا درې میلیون ماشومانو پر حادې خوارځواکۍ د اخته کېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې کولی شي دغه کال کې یوازې ۱،۶ میلیون ماشومانو ته رسېدنه وکړي.
ملګري ملتونه وایي چې له افغانستان سره د بشري مرستو په موخه ۳،۰۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه یې د دغو پیسو یوازې شپږ سلنه ترلاسه کړي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پاسفیک – اسیایي برخې اعلان کړی چې ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو ملاتړ لپاره ۶۲۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
د افغانستان فوټبال فدارسیون وايي، د اسیا فوټسال ملتونو جام سیالیو لپاره د لا ښه چمتووالي په موخه نن د فوټسال ملي لوبډله له ټایلنډ سره دوستانه لوبه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP