ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قطر: ملګرو ملتونو کې د فلسطین بشپړ غړیتوب پرېکړه‌لیک مسودې نه تصویب سیمه کې د سولې هڅو ناکامي ده

قطر: ملګرو ملتونو کې د فلسطین بشپړ غړیتوب پرېکړه‌لیک مسودې نه تصویب سیمه کې د سولې هڅو ناکامي ده

author avatar
20 Apr 2024 - 15:57
قطر: ملګرو ملتونو کې د فلسطین بشپړ غړیتوب پرېکړه‌لیک مسودې نه تصویب سیمه کې د سولې هڅو ناکامي ده
author avatar
20 Apr 2024 - 15:57

کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د قطر بهرنیو چارو وزارت د امنیت شورا له خوا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین بشپړ غړیتوب پرېکړه‌لیک پر نه تصویبېدو خواشیني څرګنده کړې او دغه کار یې د سیمې د سولې هڅو ناکامي بللې ده.

دغه وزارت نن (شنبه، د غویي لومړۍ نېټه) په یوه خبرپاڼه کې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین بشپړ غړیتوب پرېکړه‌لیک په تصویب کې د امنیت شورا ناکامۍ په اړه خواشیني څرګنده کړه.

خبرپاڼه کې زیاته شوې: «د یاد پرېکړه‌لیک طرحې د تصویب برخه کې د امنیت شورا ماتې یو ځل بیا د نړۍوال امنیت او سولې د تینګښت په چوکاټ، په ځانګړې توګه د غزې پر وړاندې د جګړې په سیوري کې د دې شورا د رول او مسوولیت ناتواني څرګنده کړه.»

د قطر بهرنیو چارو وزارت د امنیت شورا دغه ناکامي په سیمه کې د سولې ټینګښت د هڅو ماته ګڼلې ده.

قطر له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې ژر تر ژره په منځنۍ اسیا کې د نښتو او کړکېچونو کمولو لپاره بېړنی اقدام وکړي.

د قطر بهرنیو چارو وزیر یادې څرګندونې په داسې حال کې کړې چې متحده ایالتونو امنیت شورا کې د فلسیطن بشپړ غړیتوب پرېکړه‌لیک طرحه ویټو کړه چې د نړۍ د ځینو هېوادونو له غبرګون سره مخ شوه.

امنیت شورا د ملګروملتون تر ادارې لاندې دویمه لویه مرجع ده چې نړۍ کې د امنیت او سولې مسوولیت لري.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.