د ټایوان دولت د دغه هېواد په ختیځ کې د رېښتر په کچه د ۷،۴ درجې زلزلې خبر ورکوي او د سونامي رامنځته کېدو له احتماله یې خبرداری ورکړی دی.
د ماین خطرونو په اړه د پوهاوي نړۍوالې ورځې په درشل کې، یوناما ویلي چې تېرو ۲۵ کلونو کې په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو او ماینونو چاودنې له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۴۴ زره افغانانو ژوند بایللی دی.
د افغانستان له روغتونونو د سره صلیب کمیټې د مرستو له بندېدو وروسته د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې یې له ۲۵ روغتونونو سره د ۴،۴ میلیون ډالرو په ارزښت د روغتیایي کېټونو او درملو مرسته کړې ده.
د ترکیې پولیسو اعلان کړی چې ۵۲ هغه افغان کډوال یې نیولي چې د یوه لارۍ موټر په ټانکۍ کې پټ شوي وو.
د بښنې نړۍوال سازمان یو ځل بیا له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د اندېښنې په څرګندولو د دغه هېواد له نوي حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ایاواېم) اعلان کړی چې په تېره یوه لسیزه کې په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه ۶۳ زره او ۲۸۵ کسان د کډوالۍ په بېلابېلو لارو مړه یا لادرکه شوي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې د افغان ښځو د ځان بسیاینې لپاره یې په ټول افغانستان کې د خیاطۍ زدهکړې پروګرامونه پیل کړي دي.
کابل (پژواک ۵ وری ۱۴۰۳): د ۵۰ میلیونه ډالرو پانګونې د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې دوهم فاز پرانیستل شو.
په ټول هېواد کې ۱۴۰۳ښوونيز کال په داسې حال کې پیل شو، چې د نجونو پر مخ د ثانوي او لوړو زده کړو دروازې اوس هم بندې دي.
ډاکټران وایي چې که پېشلمي او روژهماتي کې مناسب خواړه په نظر کې ونیول شي، روژه نیول د بدن داخلي غړو او روغتیا لپاره ډېرې ګټې لري.
د ملګرو ملتونو سازمان بشري مرستو همغږئ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې روان میلادي کال ۷/۲۳ میلیون افغانان چې ۵۲ سلنه یې ښځې دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
د کاناډا دولت اعلان کړی چې ۳۳۳ افغان کډوال یې له پاکستانه په یوه چارتر الوتنه کې دغه هېواد ته لېږدولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP