رسنیو راپور ورکړی چې شاید د «اېسایوي» په نوم افغانانو لپاره د امریکا متحده ایالاتو د کډوالۍ ځانګړې ویزې د صدور پروسه د روان میلادي کال تر پایه بنده شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې هېواد یې له افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو لوی مرسته کوونکی او دغه راز د افغانستان د خلکو ملاتړ کوونکی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) راتلونکې چهارشنبه د افغانستان په اړه یوه مشورتي غونډه جوړوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام له افغانستان سره د مرستو پر کمېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دې چارې په دغه هېواد کې وضعیت نور هم خراب کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت له شارژدافیر سره لیدلي او دواړو لورو د سیاسي اړیکو برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو او بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان سرپرست حکومت تخنیکي پلاوي چابهار کې له مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدنه کې د سوداګرۍ برخه کې د شته ستونزو او له چابهار بندره د غوره او اغېزناکه استفادې په اړه خبرې کړې دي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي چې د هرات نړۍوال هوايي ډګر له درېيو ورځو وروسته د الوتنو پر مخ پرانیستل شوی دی.
د بنګلهدېش د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دغه هېواد پلازمېنه ډاکا کې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۴۴ کسان مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ناستې سره هممهاله ټاکل شوې چې ریچارد بېنټ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه خپل راپور دې ناستې ته وړاندې کړي، اسلامي امارت ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو له موضوع ناوړه استفاده کېږي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې په تېره یوه میاشت کې یې افغانستان کې نږدې له ۷،۹ میلیون کسانو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې کړې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په افغانستان کې د خوراکي مرستو او پروګرامونو پلې کولو لپاره په بېړني ډول ۷۶۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې سبا (دوشنبه) به د یوې ناستې په ترڅ کې د افغانستان پر وضعیت خبرې اترې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP