ژبه

یوناما د افغانستان په‌ اړه مشورتي غونډه کوي

2کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۲): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) راتلونکې چهارشنبه د افغانستان په اړه یوه مشورتي غونډه جوړوي.

د ملګرو ملتونو د کاري پروګرام له ‌مخې، دغه ناسته به درې ورځې وروسته (د کب ۱۶مه) د ملګرو ملتونو په دفتر کې جوړه شي.

د دې ناستې د اجنډا او ګډون‌کوونکو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د امنیت شورا په کاري پروګرام کې راغلي چې یوناما پر همدې ورځ یوه خبري ناسته هم جوړوي.

ویل کېږي چې په راتلونکې خبري ناسته کې به د افغانستان په‌تړاو د ملګرو ملتونو د سلامشورو د پرمختګ په اړه وضاحت ورکړل شي.

د یوناما دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره دوشنبه (د کب ۷مه) هم د تړلو دروازو ترشا د افغانستان په‌تړاو غونډه وکړه چې د پرېکړو رسمي پایلې یې اعلان نه‌ شوې.