ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوچا: روان میلادي کال څه باندې ۲۳ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

اوچا: روان میلادي کال څه باندې ۲۳ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

author avatar
10 Mar 2024 - 15:13
اوچا: روان میلادي کال څه باندې ۲۳ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري
author avatar
10 Mar 2024 - 15:13

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو سازمان بشري مرستو همغږئ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې روان میلادي کال ۷/۲۳ میلیون افغانان چې ۵۲ سلنه یې ښځې دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا نن (د کب ۲۰مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې په افغانستان کې له اته میلیون نجونو سره مرسته کړې ده.

یادې ادارې دغه راز زیاته کړې، تېر میلادي کال یې هم په ټول افغانستان کې ۲/۹ میلیون مېرمنې له مرستو برخمنې شوې دي.

اوچا وړاندوینه کړې ده چې په افغانستان کې به ۲۰۲۴ کال کې ۷/۲۳ میلیون کسان چې ۵۲ سلنه یې مېرمنې او نجونې دي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍوالو مرستندویه ارګانونو مخکې له دې څو ځلې په افغانستان کې د بودجې د کمېدو او بېوزلۍ ډېرېدو خبرداری ورکړی دی.

تازه د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې په افغانستان کې د خوراکي مرستو او پلانونو عملي کولو لپاره په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۷۶۰ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.

Views: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.