ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند کې د سختې ګرمۍ له امله څه باندې ۵۰ کسان مړه شوي

هند کې د سختې ګرمۍ له امله څه باندې ۵۰ کسان مړه شوي

author avatar
1 Jun 2024 - 11:37
هند کې د سختې ګرمۍ له امله څه باندې ۵۰ کسان مړه شوي
author avatar
1 Jun 2024 - 11:37

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د هند رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې د سختې ګرمۍ له امله ۵۴ کسان مړه شوي دي.

فرصت‌پوسټ راپور ورکړی چې د تلفاتو ډېرېدو له امله د هند د راجستان ایالت محکمې د دغه هېواد له دولته غوښتي چې ملي بېړنی حالت اعلان کړي.

راجستان د هند یو له ګرمو ایالتونو دی.

یادې محکمې له خلکو څخه د دولت د کافي محافظت پر نشتوالي نیوکه وکړه او ایالتي چارواکو ته یې امر وکړ څو په دغه ایالت کې د مړه شوو کسانو کورنیو ته د غرامت ورکولو لپاره بودجه ځانګړې کړي.

دغه‌راز، رویټرز راپور ورکړی چې یوازې پرون (جمعه، د غبرګولي ۱۱مه) د هند په اودیشا، اوتار پرادیش او بیهار ایالتونو کې د سختې ګرمۍ له امله ۳۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هند هواپېژندنې ادارې اعلان وکړ، تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې د دغه هېواد د مرکز او شمال‌لوېدیځو سیمو د تودوخې درجه ټیټه شي خو پّ ختیځو سیمو کې به د ګرمۍ شدت تر دوو نورو ورځو هم دوام وکړي.

د یادونې ده، په وروستیو ورځو کې د ګرمۍ سخته څپه د دې لامل شوې چې د هند د ځینو سیمو د تودوخې درجه تر ۹/۵۲ پورې ورسېږي چې دا د تودوخې تر ټولو لوړه درجه ثبت شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان هم وروستیو ورځو کې د بې مخینې تودوخې شاهد دی او تېره اونۍ د پاکستان د سند ایالت په یوه سیمه کې د تودوخې درجه تر ۵۳ پورې رسېدلې وه.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.