اتیوپیايي چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په سوېل کې د سخت ورښت په پایله کې د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۲۲۹ کسان مړه شوي دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان خصوصي سکټور او د اسلامي امارت د پلاوي په حضور کې د چین د کنمینګ نندارتون له پرانیستلو خبر ورکړی دی.
په داسې حال کې چې د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیو د پاکستان ګمرکي تعرفې د لوړېدو درې اونۍ تېرېږي، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولین وايي، د دې ستونزې د حل یوازېنۍ لار د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترجیحي تعرفې وضع کېدل دي.
د ازموینو ملي اداره وایي چې سبا (یکشنبه) د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلانېږي.
سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن پر کرونا ناروغۍ اخته شوی دی.
کابل ښار کې یو موچي وايي، که څه هم کاروبار یې ښه نه دی او اقتصادي ستونزې لري خو بیا هم هڅه کوي پر خپلو اولادونه زدهکړې وکړي.
کینیا کې یوه کس اعتراف کړی چې په تېرو دوو کلونو کې یې د خپلې مېرمنې په ګډون ۴۲ ښځې وژلې دي.
د ازموینو ملي ادارې مسوولین وایي چې سږ کال په دې ازموینه کې ۱۰۰ زرو کسانو ګډون کړی او ۷۵ زره او ۵۰۰ کسان به د لوړو او نیمهلوړو زدهکړو موسسو ته لار ومومي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د شري ناروغۍ ډېرېدو له امله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد کې د شري ناروغۍ له امله د ۱۶۰ کسانو مړینه ثبت شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازي سره په لیدنه کې هیله ښودلې څو د مالي او بانکي تحریمونو لرې کولو او د نشهیي توکو د بدیل کښت برخو کې لا ډېر پرمختګ وشي.
په افغانستان کې د بریتانیا حکومت پر مرستو د څار کمېشنر هوګ بیلي ویلي چې هېواد یې باید له افغان مېرمنو د ملاتړ او پر مرستو د څارنې په موخه په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.
عدلیې وزارت د صرافانو او د پولي خدماتو څانګې د قانون تنفیذېدو خبر ورکړی چې له مخې یې، لاسي پلورونکي نه شي کولی چې د حوالې کار ترسره کړي او نه باید د صرافي له ټاکلې اندازې ډېر پولي خدماتو او کار وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP