Language

د کانکور ازموینې پایلې سبا اعلانېږي

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د ازموینو ملي اداره وایي چې سبا (یکشنبه) د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلانېږي.

دې ادارې نن په یوه خبرتیا کې د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې د پایلو اعلانېدو خبر ورکړی دی.

د ازموینو ملي ادارې ویلي چې سبا (یکشنبه، د چنګاښ ۳۱مه) سهار ۱۰ بجې د کانکور ازموینې نتیجه اعلانېږي.

له دې مخکې د ازموینو ملي ادارې مسوولینو ویلي وو، سږ کال په دې ازموینه کې ۱۰۰ زره کسانو ګډون کړی و چې ۷۵ زره او ۵۰۰ کسان به لوړو او نیمه‌لوړو زده‌کړو موسسو ته جذب شي.

د یادونې ده، سږ کال د کانکور ازموینه په پنځو پړاوونو کې واخیستل شوه او وروستی پړاو یې د تېرې جمعې په ورځ پای ته ورسېد.