کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): کابل ښار کې یو موچي وايي، که څه هم کاروبار یې ښه نه دی او اقتصادي ستونزې لري خو بیا هم هڅه کوي پر خپلو اولادونه زدهکړې وکړي.

۴۱ کلن حبیب چې له څه باندې ۷ کلونو راهیسې د کابل ښار د شهرنو سیمې په حاجي یعقوب څلورلاره کې موچيګري کوي، کاروبا یې پیکه او اقتصادی وضعیت یې خراب دی.

هغه چې د یوې شپږکسیزې کورنۍ سرپرستي کوي وايي، د ورځې ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو کار کوي چې په دې پیسو نهشي کولای ان د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

هغه وایي، له ۱۳ کلونو راهیسې د خپل واده لپاره درېسوه زره افغانۍ پوروړی دی خو تر اوسه یې پر ادا کولو نه دی توانېدلی.

حبیب چې له خپلې کورنۍ سره په یوه ګروي کور کې اوسېږي، څلور اولادونه لري چې تر ټولو مشره یې ۱۲ کلنه لور ده.

خو هغه ټینګار وکړ چې دغه ناوړه اقتصادي وضعیت زغمي او هڅه کوي څو اولادونه یې درس ووايي او په راتلونکي کې ښه ژوند ولري.

په همدې حال کې، هغه له حکومته وغوښتل چې نجونو او هلکانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.

دغه راز، حبیب له اوسني حکومت او سوداګرو د کاري فرصتونو رامنځه کولو غوښتنه وکړه څو ټول ښه عاید ولري او ژوند په ښه توګه مخې ته یوسي.