له پولیو د پاک افغانستان په نوم یوه بنسټ ویلي چې ټاکل شوې د راتلونکې شنبې ورځ په یو شمېر ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین د تطبیق کمپاین پیل شي.
د بنګلهدېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې له استعفا او تېښتې وروسته د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د دغه هېواد د موقت حکومت د مشر په توګه وټاکل شو.
د ماشومانو د ساتنې سازمان ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اقلیمي بدلونونو له امله په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۸ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د جي اووه ډلې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په منځني ختیځ کې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي چې له هر هغه اقدامه دې لاس واخلي چې د تاوتریخوالي د پراخېدو لامل ګرځي.
د راپورونو له مخې، په تهران کې پر اسماعیل هنیه له برید وروسته او په منځني ختیڅ کې د احتمالي جګړې له وېرې ځينو هوایي شرکتونو اسرائیل او لبنان ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.
د هند په سوېل کې د کرالا ایالت کې د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي چې د افغانستان لپاره یې د فرانسې له شارژدافیر سره لیدلي او د دوحې د درېیمې ناستې په اړه یې خبرې کړې دي.
صربستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په سوېلختيځ کې د کډوالو لېږدوونکي یوه موټر چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۳۰ افغان او نیپالي کډوال ټپیان شوي دي.
د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس ویلي چې د دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې د خپلې نوماندۍ فورم لاسلیک کړی دی.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جیسوال ویلي چې دغه هېواد د افغانستان وګړو ته د ویزو ورکولو بهیر بېرته پیلوي.
د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې له دغه هېواده افغانستان ته د بورې صادرات له څلور کلن ځنډ وروسته بېرته پیل شول.
ټاکل شوې سبا (جمعه) د فرانسې په پلازمینه پاریس ښار کې د ۲۰۲۴ کال د المپیک سیالۍ پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP