د روسیې بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د دوحې ناسته ناکامه بللې او ویلي یې دي چې د افغانستان په اړه هر ډول نوښت د کابل او سیمې هېوادونو له ملاتړ پرته پر ناکامۍ محکومه ده.
د اوکراین جګړې د دوو کلونو په پوره کېدو ملګرو ملتونو اعلان کړی چې تر اوسه په دغه هېواد کې دوه میلیون کورونه ویجاړ شوي چې بیارغونې لپار یې ۴۸۶ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
د پاناما هېواد په کارائیب سواحلو کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله چې ۲۷ کسان په کې سپاره وو او ډېری یې افغانان وو، لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي دي.
دوحې ناستې په درشل کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې وایي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې امنه محمد سره یې د افغان نجونو او ښځو د حقونو ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمیټې اعلان کړی چې د زلمي خلیلزاد په شتون کې د «بایډن د دولت له لوري د دوحې تړون نه پلی کېدو څرنګوالي» په اړه غونډه کوي.
د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د پاکستان په ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړه او خبراری یې ورکړی چې که د ټاکنو پایلې اعلان نه شي، لاریونونه به پیل کړي.
افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن وایي چې تر دوحې غونډې مخکې بیشکک کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د استازو په ګډون په یوه بله غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي.
د پاکستان د پارلماني ټاکنو دوولسم پړاو ټاکنې نن سهار په دغه هېواد کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې په څه باندې ۹۰ زره مرکزونو کې پیل شوې.
د برېتانیا شاهي ماڼۍ (باکینګهام) اعلان کړی چې د برېتانیا پاچا درېیم چارلس پر سرطان اخته شوی دی.
رسنیو راپور ورکړی چې افغانستان د تاجکستان د برېښنا ټول پورونه ورکړي، دغه راز د افغانستان برېښنا شرکت وایي، افغانستان دمګړۍ د برېښنا له درکه د هیڅ هېواد پوروړی نه دی.
د لوړو زدهکړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولین د اقلیمي بدلونونو له ستونزو سره د مبارزې لپاره د حللارو موندلو په موخه په ننګرهار پوهنتون کې د «اقلیمي بدلونونو نړۍوالې غونډې» له جوړېدو خبر ورکوي.
رسنیو راپور ورکړی چې د چیلي هېواد مرکزي او سوېلي برخو ځنګلونو کې اورلګېدنې له امله تر اوسه ۵۱ کسان مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP