ژبه

ننګرهار کې راتلونکې اونۍ د اقلیمي بدلون په تړاو نړۍواله غونډه جوړېږي‎

کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۲): د لوړو زده‌کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولین د اقلیمي بدلونونو له ستونزو سره د مبارزې لپاره د حل‌لارو موندلو په موخه په ننګرهار پوهنتون کې د «اقلیمي بدلونونو نړۍوالې غونډې» له جوړېدو خبر ورکوي.

هغوی نن (دوشنبه) په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل، دغه غونډه به راتلونکې اونۍ د درېیو ورځو لپاره جوړه شي چې له هېواد ‎او بهره به متخصصین او استادان په حضوري او انلاین بڼه ‎په کې برخه واخلي.

د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال لطف‌الله خيرخواه وويل، په دې ناسته ‎کې به ١٤٠ علمي او څېړنيزې مقالې وړاندې او د دغو څېړنو پايلې به د اقليمي بدلون سره د مبارزې برخه کې د اړوندو ادارو په پالېسيو کې په پام کې ونیول شي.

نوموړي د اقلیمي بدلونونو په تړاو نړۍوالو غونډو ته د افغانستان نه وربللو ته په اشارې وویل ‎چې اقلیمي بدلون یوه بشري موضوع ده او باید له سیاست سره ونه تړل شي.

خيرخواه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل څو د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې برخه کې له افغانستان سره د پروژو په پلي کولو کې مرسته وکړي.

دغه راز، د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مالي مرستيال عبدالسلام حقاني په ننګرهار کې جوړېدونکې ناسته مهمه وبلله او ويې ويل، د دې غونډې له لارې به پر افغانستان د اقليمي بدلون د منفي اغېزو په اړه د څېړنيزو او علمي مقالو پايلې له نړۍوالو سره شريکې شي.

هغه ټینګار وکړ چې د تېرو جګړو له امله افغانستان ته اقلیمي بدلونونو درانه زیانونه اړولي چې له همدې امله دا مهال ۲۱ میلیونه افغانان د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسوولینو په وینا، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله له رامنځته شوو ستونزو سره د مبارزې لپاره ۲۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان کړی و چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته کېدونکو ستونزو پر وړاندې د مبارزې لپاره تر ټولو د لږ چمتو هېوادونو له ډلې‎ دی.

د وروستیو څېړنو پر بنسټ، افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله په نړۍ کې شپږم ډېر ځپل شوی هېواد دی او د افغانستان کلیوالې سیمې په دې وروستیو کلونو کې د وچکالۍ، سېلابونو او ځمک‌ښویېدنې له امله له بې‌شمېره چاپېریالي ستونزو ‎سره مخ دي.