د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږېکوونکې ادارې یا اوچا ویلي، د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې له پاکستانه د راستنو شوو افغانانو شمېر له ۵۰۰ زرو څخه اوښتی دی.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د سختې واورې او تېز باران ورېدو او د سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
سیګار یا د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې د امریکا کانګرس ته د خپل درې میاشتنې راپور په وړاندې کولو سره ویلي، متحده ایالاتو له افغانستانه له وتلو وروسته، له دغه هېواد سره ۱۱ اعشاریه ۲۱ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.
د چین د ولسمشر له لوري د اسلامي امارت د سفیر باورلیک له منلو وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې چین باید له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو څرنګوالی روښانه کړي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق اعلان کړی چې په روان زېږدیز کال په افغانستان کې درې میلیون او ۶۰۰ زره کسانو ته د ناچاودو توکو د خطرونو په اړه پوهاوی ورکوي.
بازارونو کې د سیمکارتونو د وېش بندېدو غبرګون کې د خلکو له شکایتونو وروسته د مخابراتو وزارت وايي، دغه ستونزه حل شوې او خلک د مخابراتي شرکتونو له ټولو نمایندګیو سیمکارتونه ترلاسه کولای شي.
د افغانستان بانک اعلان کړی چې د افغانۍ ارزښت او ثبات ساتنې په موخه سبا د داوطلبۍ له لارې ۱۶ میلیون امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
یو شمېر هغه ځوانان چې ایران ته د تلو اراده لري وايي، سره له دې چې څو ځلې له دغه هېواده راایستل شوي خو اوس د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله اړ دي بیا ولاړ شي.
ترکیې اعلان کړی چې تېر ۲۰۲۳ میلادي کال کې ترکیه کې د کار پر مهال د پېښو له امله ۱۸ افغانانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
په چین کې د یوه لومړني ښوونځي په لیلیه کې د اور لګیدنې له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي او یو تن ټپي شوی دی.
کولمبیایي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد په یوې غرنۍ سیمه کې د غره یوې برخې ښویېدو له امله ۳۴ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي چې د یادې ټولنې استازو په افغانستان کې د تلپاتې سولې او له دغه هېواد سره د تعامل په اړه خبرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP