د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې تېر مېلادي کال یې افغانستان کې له زیانمنو سره د څه باندې۳۵۰ زره ټنه خوراکي توکي مرسته کړې ده.
د ملګرو متلونو مرستیال ویاند ویلي چې د افغانستان په چارو کې د دغه سازمان د همغږيکوونکي په توګه د سینیرلي اوغلو ماموریت د روان کال د فبرورۍ میاشتې تر پایه غځول شوی دی.
د جاپان چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد په ایشیکاوای ولایت کې د تېرې دوشنبې زلزلې له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۶۲ ته رسېدلی دی.
پاکستاني رسنۍ د دغه هېواد په خیبر پښتونخوا ایالت کې د وسلهوالو کسانو له لوري د شپږو سلمانانو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د جاپان په شمال کې ځايي مسوولینو اعلان کړی چې د دغه هېواد په هوکایدو ټاپو کې پرون د رېښتر په کچه د ۷.۶ زلزلې له امله د مړو شمېر ۳۰ او د ټپیانو شمېر ۱۴ کسانو ته لوړ شوی دی.
رسنیو راپور ورکړی چې په سوېلي افریقا کې د سختو اورښتونو او سېلابونو راتلو له امله ۲۱ کسان مړه او څه باندې زر کورونه ویجاړ شوي دي.
د امریکا سرشمېرنې ادارې اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ورځ به د نړۍ نفوس څه باندې اته میلیاردو ته ورسېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې د ظرفیت لوړولو درې میاشتني پروګرام په ترڅ کې ۴۴ کسانو د الکترونیکي سوداګرۍ، ویب دیزاین او ګرافیک ډیزاین برخو کې د فریلانسینګ تخصصي پروګرام زدهکړې ترلاسه کړې.
د ماشومانو ژغورنې نړۍوال صندوق دې ته په اشاره چې د افغانستان یو پر درېیمه برخه ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي، ویلي چې افغانستان کې مرستندویه بنسټونو نه دي توانېدلي چې لږ تر لږه د ماشومانو څلوېښت سلنه اړتیاوې پوره کړي.
هېواد ته د «فلای دوبی» هوايي شرکت د الوتنو له پیل وروسته «ایر عریبه» هوايي شرکت هم خبر ورکړی چې د جنورۍ په لسمه به د کابل او شارجې ترمنځ خپلې لومړنۍ دوه اړخیزې الوتنې پیلوي.
رسنیو راپور ورکړی چې د نایجریا پلازمېنې شمال ته په «پلاتو» ایالت کې د مالدارانو او بزګرو ترمنځ نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.
رسنیو راپور ورکړی چې د اندونیزیا په سولاوسي جزیره کې د نیکلو ذوب کولو یوه کارخونه کې د چاودنې له امله ۱۳ مړه او ۳۸ کسان ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP