د هند د سوېل په «تامیل نادو» ایالت کې د سختو اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه شوي دي.
کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۲): یو شمېر زدهکړیالانې پوهنتونونو ته د دوی پر تګ د بندیز له یو کال پوره کېدو سره سم د دغه
د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیواېفپي) اعلان کړی چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې اړمنو ته د رسېدنې لپاره ۲۵ میلیون یورو مرسته کړې ده.
د مصر د ټاکنو ملي ادارې اعلان کړی چې عبدالفتاح السیسي د نږدې ۹۰ سلنه رایو په ګټلو سره د درېیم ځل لپاره د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د کابل ښار ځيني غالۍ پلورونکو د غالیو د بازار نه شتون ته په اشارې، له سرپرست حکومته غواړي، څو د غالیو پر صادراتو لګښت کم کړي او د اسانتیا رامنځته کولو په موخه دې هوایي دهلېزونه فعال کړي.
جاپان په افغانستان کې د ساري ناروغیو له امله د مړینې کچې ټیټولو او د دې ناروغیو درملنې لپاره د ظرفیت لوړولو برخو کې شپږ میلیونه او ۹۹۷ زره امریکایي ډالر مرسته وکړه.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د مخامخ جګړې په ګډون د کړکیچ د پراخیدو د مخنیوي لپاره اسلام اباد او کابل باید سره خبرو ته کښیني.
ایران کې د پولیسو پر یوه پوسته د وسلهوالو برید کې لږ تر لږه ۱۱ سرتېري وژل شوي، ورته مهال پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا ټانک سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز برید کې دوه پولیس وژل شوي دي.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې اعلان کړی چې ۳۴۵ نور افغان کډوال د تخلیې پروګرام په چوکاټ کې له پاکستانه کاناډا ته لېږدول شوي دي.
د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، په بامیان کې یې سلو هغو کورنیو ته سونتوکي او د لمریزې برېښنا وسایل وېشلي چې له پاکستانه په زور را ایستل شوې دي.
د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولینو په کابل ښار کې د درمل جوړولو یوې فابریکې پرانیستغونډه کې له خلکو او ډاکترانو وغوښتل چې د کورني تولیداتو د ملاتړ په موخه په هېواد کې د تولید شوو درملو استفادې ته لومړیتوب ورکړي.
افغانستان کې د ښځو مهارتونو د زدهکړو مرکز اجرایي مدیرې او د ښځو حقونو فعالې محبوبه سراج ته د فنلینډ حکومت د جنسیتي برابرۍ نړۍواله جایزه ورکړل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP