د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر (یواېناوډيسي) اعلان کړی چې میانمار په ۲۰۲۳ کال کې د تریاکو د تولید برخه کې له افغانستانه مخکې شوی او نړۍ کې د تریاکو پر ستر تولیدوونکي هېواد بدل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکي دفتر (اوچا) دې ته په اشارې چې افغانستان یو له هغو پنځو هېوادونو دی چې ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري، وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد کې د بشري مرستو لپاره درېیو میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده.
د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د حقونو فعالې او د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ غړې اصیلا وردګ ته د «بشري حقونو» جایزه ورکړه.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت اعلان کړی چې افغانستان کې یې د ماینپاکۍ لپاره ۵،۵ میلیون پونډ مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکې ادارې یا اوچا اعلان کړی چې ایسلنډ هېواد د افغانستان له بشري صندوق سره ۴۰ میلیون کرون مرسته کړې ده.
د پاکستان پولیسو اعلان کړی چې پېښور ښار کې د چاودنې له امله د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.
. . .
اروپایي ټولنې اعلان کړی چې د هرات زلزلهځپلو لپاره یې ۵۸ ټنه مرسته کابل ته رسېدلې ده.
کابل ښاروالي وایي چې ۵۰ زره و ۶۰ کیلوګرامه د چرګانو خوسا شوې غوښه یې د کابل ښار د ۹ ناحیې اړوند سیمه کې په یوه ګدام کې کشف کړې او له منځه وړې ده.
د رسنیو د راپور پر اساس، په تېرو دوو ورځو کې د هند ګجرات ایالت کې د تندر لوېدو له امله ۲۴ کسان مړه او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
د هرات د دوه ورځنۍ امنیتي ناستې یوولسمه غونډه د «افغانستان ته بیا کتنه؛ بېلابېلې تګلارې» تر سرلیک لاندې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې پیل شوه.
د خوړو نړۍوال پروګرام په راروان ژمي کې له پاکستانه د راایستل شوو کډوالو پر وضعیت د اندېښنې ښودلو ترڅنګ اعلان کړی چې هغوی سره د مرستې لپاره ۲۷،۵ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP