د ازبکستان ولسمشر د سیمې په ثبات کې د افغانستان پر اساسي رول ټينګار کړی، ویلي یې دي چې د افغانستان سرپرست حکومت له ګډون پرته په نړۍوالو خبرو کې مثبتې نتیجې ته نشي رسېدلی.
د کاناډا د کډوالۍ ادارې اعلان کړی چې دغه هېواد ته یې په یوه چارټر الوتنه کې له پاکستانه ۳۱۶ نور افغان کډوال لېږدولي دي.
د ماشوم نړۍوالې ورځې له راسېدو سره هممهاله ملګرو ملتونو ویلي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په یوه راپور کې ویلي چې د ژمي په درشل کې له پاکستانه د کډوالو ایستل به په افغانستان کې بشري ناورین لا ډېر کړي.
چین کې د ډبرو سکرو د یوه شرکت په اداري ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۲۵ کسان مړه او ۵۱ نور ټپیان شوي دي.
له ۴۰ ورځو وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د اسرائیل او حماس ترمنځ د دې سیمې اوسېدونکو ته د مرستو رسولو په موخه د اوربند پرېکړهلیک تصویب کړ.
ګلوبل ویټنس موسسې په یوه راپور کې لیکلي چې ټوله نړۍ کې له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۲ پورې لږ تر لږه ۱۹۱۰ د چاپېریالساتنې فعالان وژل شوي، دې موسسې له دولتونو غوښتي څو داسې قانونونه پلي کړي چې د چاپېریالساتنې فعالان خوندي وي.
سومالیا کې د سختو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۹ کسان مړه شوي او ۳۰۰ زره نور بېځایه شوي دي.
د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، په ټول هېواد کې يې د هغو ماشومانو او ځوانانو د ملاتړ لپاره ۳۵ ښوونيز مرکزونه جوړ کړي چې په خصوصي ښوونځيو کې د زدهکړو توان نه لري.
په کابل کې مشعل ټلوېزیون له دوه کلن ځنډ وروسته نن بېرته په خبري او ښوونیزو برخو کې په فعالیت پیل وکړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې هرات کې یې د وروستیو زلزلو له امله زلزلهځپلو سره د ۸۰ ټنه درملو او طبي توکو مرسته کړې ده.
د پاکستان بشري حقونو کمېسیو ویلي چې د دغه هېواد په بلوچستان، سند او خیبر پښتونخوا کې له افغان کډوالو سره د پاکستان حکومت ناوړه چلند وېرولي او له دغه هېواده یې غوښتي څو له دغو کډوالو سره ناسم چلند بس کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP