ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ازبکستان ولسمشر: افغانستان د سیمې په ثبات کې اساسي رول لري

د ازبکستان ولسمشر: افغانستان د سیمې په ثبات کې اساسي رول لري

author avatar
25 Nov 2023 - 14:57
د ازبکستان ولسمشر: افغانستان د سیمې په ثبات کې اساسي رول لري
author avatar
25 Nov 2023 - 14:57

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د ازبکستان ولسمشر د سیمې په ثبات کې د افغانستان پر اساسي رول ټينګار کړی، ویلي یې دي چې د افغانستان سرپرست حکومت له ګډون پرته په نړۍوالو خبرو کې مثبتې نتیجې ته نشي رسېدلی.

د مرکزي اسیا هېوادونو د اقتصاد لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی پروګرام پرون د اذربایجان پلازمېنې باکو کې د افغانستان له حضور پرته ترسره شو.

د ازبکستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوې خبرپاڼې کې لیکلي چې د دغه هېواد ولسمشر میرضیایف په دې ناسته کې ویلي چې نه شي کولای افغانستان له اوسنیو ستونزو سره یوازې پرېږدي.

هغه وویل چې د افغانستان د سرپرست حکومت له ګډون پرته نه شي کېدای چې په نړۍوالو خبرو کې کومې مثبتې نتیجې ته ورسېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوې چې د افغانستان د تېر حکومت ځينو چارواکو او سیاسیونو دوه ورځې مخکې په مسکو کې د افغانستان د سرپرست حکومت له حضور پرته یوه ناسته ترسره کړې وه.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.