کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د حقونو فعالې او د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ غړې اصیلا وردګ ته د «بشري حقونو» جایزه ورکړه.

دغه جایزه د سعودي عربستان په جده ښار کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ښځو حقونو دې فعالې ته ورکړل شوې ده.

اصیلا وردګ پر خپله اېکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره لیکلي دغه جایزه یې افغانستان کې له زدهکړو بېبرخې نجونو او له کاره محرومو ښځو ته ډالۍ کړې ده.

هغه داسې مهال د دې جایزې په ترلاسه کولو بریالۍ شوه چې په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو په ګډون نور محدودیتونه هم دوام لري.