Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په بلوچستان ایالت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله لږ تر لږه د ډبرو سکرو د یوه کان ۱۰ کارګرو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
نړۍوال بانک وايي، افغانستان د خوړو د نه خوندیتوب له جدي ناورین سره مخ دی چې د دغه هېواد د نفوس نږدې یو پر درېیمه برخه وګړي یې اغېزمن کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اتو صنعتي هېوادونو له ډلې د مسکو وتل یوه تېروتنه وه او هغه غواړي چې روسیه بېرته له دې ډلې سره یوځای شي.
د پاناما ولسمشر ویلي چې د افغانستان، پاکستان، چین او ازبکستان د وګړو په ګډون ۱۱۹ پناهغوښتونکي خپلو هېوادونو ته د ستنولو په موخه له امریکا څخه دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.
اسلامي امارت نن د سلواغې ۲۶مې، له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو وتلو د ۳۶مې کالیزې په مناسب خپره کړې اعلامیه کې ویلي، متجاوز جهتونه دې عبرت واخلي او د بیا ځل لپاره دې د افغانانو د ازادۍ او حریت پر ضد ګام نه پورته کوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د روانې اونۍ د سېشنبې په ورځ کندوز ښار کې د کابل بانک څانګې ته څېرمه ځانمرګی برید غندلی دی.
د مکسیکو په سوېل تاباسکو ایالت کې د یوه مسافروړونکي بس د ټکر له امله ۴۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د جرمني پارلمان د کډوالۍ قوانینو د لا سختولو لپاره د دوو محافظهکاره ډیموکراټمسیحي او سوسیالمسیحي ګوندونو له لورو وړاندیز شوې طرحه رد کړه.
د هیئت تحریر شام ډلې مشر احمد شرع د انتقالې دورې لپاره د سوریې د حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا د ولسمشر له خوا به د دغه هېواد د داخلي امنیت او دفاع وزارتونو ته سپارښتنه وشي څو د ګوانټانامو په زندان کې ۳۰ زره ناقانونه کډوالو ته توقیفځای جوړ کړي.
د امریکا متحده ایالتونو د مرستو د درې میاشتني ځنډ له اعلان وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د حیاتي بشري مرستو لپاره د معافیت امر صادر کړی دی.
هندي چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې د «ماها کومب» په نوم لوی جشن کې د خلکو د ډېرې ګڼېګوڼې له امله اووه کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP