کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳): هندي چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې د «ماها کومب» په نوم لوی جشن کې د خلکو د ډېرې ګڼېګوڼې له امله اووه کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

رسنیو راپور ورکړی چې یاده پېښه نن سهار (چهارشنبه، د سلواغې ۱۰مه) د هند د شمال په اوترا پرادېش ایالت کې شوې او یادو کسانو د ډېرې ګڼېګوڼې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپور له مخې، د بېپیلوټه الوتکو ویډیوګانې ښیي چې میلیونونه کسان د ماها کومب مالا په شانداره ورځ اوږه په اوږه له سباوون مخکې تیاره کې د لامبو یا غوټې وهلو لپاره د یوه سیند پر لور درومي.

«ماها کومب» د نړۍ تر ټولو لوی مذهبی جشن دی چې په هرو درېیو کلونو کې یو ځل د ۵۵ ورځو لپاره د هند په یوه ښار کې ترسره کېږي او هندوان ځانونه په سیندونو کې مینځي او پر دې باور دي چې په دغو مراسمو کې په ګډون سره له ګناهونو پاکېږي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم د هند په «اوترا پرادېش» کې د یوه چت لوېدو له امله اووه کسانو ژوند له لاسه ورکړ او څه باندې ۵۰ نور ټپیان شول.