Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د ځنګلونو تخریب لا هم یوه جدي ننګونه ده او دغه کار چاپېریال ته د پام وړ زیان رسولی دی.
نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې په نایجریا کې د یوه مرګوني ځانمرګي برید له امله د دغه هېواد ۲۷ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هېواد د پاراتکواندو ملي لوبډلې ورزشکار عليسجاد چې په څلورو هېوادونو کې یې په بېلابېلو نړۍوالو سیالیو کې ګډون کړی او دغو سیالیو کې یې بېلابېل مډالونه ترلاسه کړي وایي، معلولیت محرومیت نه دی، هر څوک چې په هره برخه کې اراده او هڅه وکړي، قطعاً بریالی کېږي.
رسنیو راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ له لوري د فرمان له صادرېدو وروسته د امریکا پوځي الوتکو په دغه هېواد کې د نیول شوو غیرقانوني کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.
الماني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې د دویم ځل لپاره یوه ډله نور «مجرم» افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اسرائیل او مصر ته له نظامي مرستو پرته، د دغه هېواد د ټولو بهرنیو مرستو پروژې درول کېږي.
د رسنیو یو شمېر مسوولینو کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې واک ته د اسلامي امارت د رسېدو د لومړیو وختونو په پرتله اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې ښهوالی راغلی خو اوس هم دې برخه کې ځینې ستونزې شته.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان اعلان کړی چې په تېرو درېیو میاشتو کې له پاکستان او ایرانه ۹۸۳ زره او ۵۵ افغان کډوال په خپله خوښه او جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ناروې د کډوالو شورا رییس یان ایګلنډ د امریکا د بهرنیو مرستو د درې میاشتني ځنډ په اړه د ډونالډ ټرمپ د پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ترکیې په «ګرند کارتال» هوټل کې د اورلګېدنې له امله تر اوسه ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو هواري لپاره به یو ایالتي پلاوی افغانستان ته واستوي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې اروپايي ټولنې له دغه هېواد سره ۱۶ میلیونه او ۵۰۰ زره یورو مرسته کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP