کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۳): افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې اروپايي ټولنې له دغه هېواد سره ۱۶ میلیونه او ۵۰۰ زره یورو مرسته کړې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام په یوه راپور کې لیکلي چې دغه پیسې به په افغانستان کې زیانمنونکو کورنیو ته د مرستې او د میندو او ماشومانو د تغذیې برخو کې ولګول شي.

سرچینې دغه راز لیکلي چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې یې د خوراکي توکو وېش هم پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان ټینګار کړی چې روان ژمی په افغانستان کې ۱۵ میلیون کسان د خوړو د نه درلودو له امله له بېړني حالت سره مخ دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام له دې مخکې اعلان کړی و چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره ۱۱۱ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

سرچینه زیاتوي چې اروپايي ټولنې له تېرو دوو کلونو راهیسې له افغانستان سره ۹۲ میلیون او ۵۰۰ زره امریکايي ډالر مرسته کړې ده.

دغه مرسته داسې مهال کېږي چې اروپايي ټولنې درې ورځې مخکې هم په افغانستان کې د داخلي بېځایه شوو او په ایران، پاکستان او د مرکزي اسیا هېوادونو کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ۳۶ میلیون یورو مرستې اعلان وکړ.