چارواکي د سرپرست حکومت لومړۍ کلیزې په مناسبت غونډه کې وايي، واخان د افغانستان لپاره د سر حيثيت لري؛ حکومت هېڅ رسنۍ نه ده تړلې او کومې چې تړل شوي، تمویل یې درېدلی دی او که څوک د شخصي غرض او نفسي خواهشاتو لپاره نظام تخریبوي، «لوی مجرم» به وي.
د اسلامي امارت د واکمنۍ یو کال پوره شو خو لا هم د نجونو له شپږم پورته ټولیګي تړلي دي، له ښوونځي پاتې نجونې اندېښمنې دي او له سرپرست حکومته غواړي چې ژر تر ژره د ښوونځيو دروازې پرانیزي.