کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): ایراني رسنیو د دغه هېواد د کرمان ولایت په رفسنجان ښار کې د شخصي اختلافاتو له امله د شخړې په
په پاکستان کې د افغانستان سفارت وایي، دغه هېواد ته د غیرقانوني ورتلو په تور د ۲۵۰ افغان کډوالو نیول کېدو موضوع یې د پاکستان له اړوند بنسټونو سره شریکه کړې او هیله یې ښودلې چې نیول شوي کسان بېرته ډېر ژر خوشي شي.
په کابل کې د کرکټ لوبغالي کې چاودنه شوې او عیني شاهدان وایي چې یو شمېر کسان یې ټپیان کړي هم دي.
د دوو ښځو په ګډون ۹ کسان چې ځانونه یې واکسیناتوران معرفي کړي وو، په بامیان ولایت کې د بېهوشه کوونکو درملو د لېږد په تور نیول شوي دي.
په هېواد کې له زلزلهځپلو سره د مرستو په دوام، دا ځل ترکمنستان ۲۰ ټنه خوراکي توکي، جامې او طبي توکي مرسته کړې ده.
د سرطان په اړه یوه څېړنه کې چې په امریکا کې د کولمو پر سرطان د اخته ۱۸ کسانو په ګډون ترسره شوې، د (Dostarlimab) په نوم درملو له شاوخوا شپږ میاشتې استعمال وروسته لیدل شوي چې په هيښوونکې توګه د دغو ټولو ناروغانو له بدنه د سرطان سلولونه له منځه وړي دي.
د بشر دوستانه مرستو په دوام، د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو بله کڅوړه کابل ته راورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
د خوړو او درملو ملي اداره وايي، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته د درملو توريدي شرکتونو يواځې د ۴۷ ميليونو ډالرو په ارزښت ۳۱۵۵ قلمه درمل او روغتيايي محصولات هېواد ته وارد کړي چې دغه چاره په هېواد کې د درملو د کمښت لوی لامل دی.
د بهرني سریالونو له بندېدو سره سم د «راه پاک» سریال په افغانستان کې تولید او د داخلي رسنیو له لارې خپور شو، دغه سریال چې ښځې هم رول په کې لري، وکولای شول چې د خلکو ډېر پام ځان ته واړوي.
د امر بالمعروف او نهی عن النمکر وزارت سرپرست د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره لیدنه کې ویلي چې دغه وزارت د نظام او ټولنې د اصلاح لپاره جوړ شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د قطر د پرمختګ او ټولنیزو چارو له وزیرې مریم المسند سره په کتنه کې هغې ته بلنه ورکړې څو د ښځو، یتیمانو او معلولینو لیدو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
له شاوخوا اووه میاشتني ځنډ وروسته بېرته ښوونځي ته ځي؛ خو ورته ویل کېږي چې تر امر ثاني په کور کې اووسئ. بهشته سره له دې چې د حکومت لخوا د ژمنو نه عملي کولو له امله شکایت کوي او ناهیلې ده، لا هم د ښوونځي د پيل اعلان ته په بې صبرۍ انتظار کوي.