ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي د قطر د پرمختګ او ټولنیزو چارو له وزیرې سره وکتل

متقي د قطر د پرمختګ او ټولنیزو چارو له وزیرې سره وکتل

author avatar
30 Apr 2022 - 11:39
متقي د قطر د پرمختګ او ټولنیزو چارو له وزیرې سره وکتل
author avatar
30 Apr 2022 - 11:39

کابل (پژواک، ۱۰غویی ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د قطر د پرمختګ او ټولنیزو چارو له وزیرې مریم المسند سره په کتنه کې هغې ته بلنه ورکړې څو د ښځو، یتیمانو او معلولینو لیدو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

په دې لیدنه کې چ تېره شپه (د غويي ۹مه) شوې، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه هم حضور درلود.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (شنبې، د غويي ۱۰مه) په ټویټ کې لیکلي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې لیدنه کې المسند ته بلنه ورکړې څو د افغان ښځو، یتیمانو او معلولینو د وضعیت لیدو لپاره افغانستان ته سفر وکړي او د قطري خیریه بنسټونو له لارې له د افغانستان له ماشومانو، ښځو او نورو اړمنو سره مرسته وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز لیکلي، د دې لیدنې په پای کې پرېکړه وشوه چې یو قطري پلوی افغانستان ته سفر وکړي، څو په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د مرستې لپاره د خیریه بنسټونو پرانیستلو زمینې برابرې شي.

Views: 81

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.