Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ اړوند د ساو درې زرګونه کورنۍ لا هم مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي خو مسوولین وايي، لومړۍ سروې یې ترسره کړې او ژر به ورته خدمات پیل شي.
نورستان کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې نن د یوه ۱۵ کیلومتره سړک د ترمیم ترڅنګ د یوه پل د جوړولو چارې پیل شوې چې ۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت به ورباندې وشي.
د نورستان سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.
د لغمان امنیه قومانداني وایي، د کابل ــ جلال اباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کسخپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان دي.
د لغمان په مرکز مهترلام کې د محمدعیسی سعد په نوم یو لیکوال وايي، ۴۱ بېلابېل عنوانه کتابونه یې لیکلي خو د چاپولو توان یې نه لري، هغه له حکومت او شتمنو هېوادوالو غواړي چې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
مسوولین وایي، د لغمان په مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې او د بغلان په دوشي او دهنهغوري ولسوالیو کې د یو شمېر پروژو چارې پیل شوې چې شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت به ورباندې وشي.
د لغمان ولایت مقام وایي، په دغه ولایت کې ۳۱۸ کسان له حرفوي او تعلیمي زده کړو ورسته فارغ شول.
د لغمان د اقتصاد ریاست مسوولین وايي، په مرکز مهترلام او الیشنګ ولسوالۍ کې یې ۱۸۲ کسانو ته په بېلابېلو برخو کې کوچني کاروبارونه جوړ کړي دي.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې یې د ځنګلونو د ساتنې په موخه د دغه ریاست په مشرۍ د شپږو دولتي ارګانونو ګډه کمېټه جوړه کړې ده.
سیمهییز مسوولین وایي چې په بغلان او لغمان ولایتونو کې له نږدې ۳۲ زره کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې مرسته وشوه.
د ژمي موسم په را رسېدو سره لغمان کې یو شمېر هغه کورنۍ چې د روان کال په اوږدو کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې او کورونه یې ویجاړ شوي، له حکومت او مرستندویه ادارو د سرپناه جوړېدو غوښتنه کوي.
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې یو شمېر تاریخي او فرهنګي اثار چې شاوخوا ۳۰۰ کلنه تاریخي مخینه لري، ترلاسه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP