Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
سرپل او نورستان کې مسوولین وایي چې په دغو ولایتونو کې د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت د څه باندې ۸ کیلومتره سړکونو جوړولو او بیارغونې چارې پیل شوې دي.
د سرپل امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د قتل، اخلاقي فساد او نشهیي توکو کارونې په تور څلور کسان نیول شوي دي.
د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د اوبو رسونې د دوو پروژو چارې، د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې.
د سرپل امنیه قومانداني وایي، یو لس کلن ماشوم یې په دغه ولایت کې د انسان تښتوونکو له بنده راخوشی کړی دی.
د سرپل اوسېدونکي ادعا لري چې په دغه ولایت کې د عزیزي بانک نمایندهګي خلکو ته د شخصي حسابونو پیسې نه ورکوي او خلک له دې امله له ستونزو سره مخ شوي دي.
د سرپل د کرنې ریاست وایي، د خټکیو مچ د له منځه وړو په برخه کې د کرنې وزارت د تېرو اوو کلونو هڅو نتیجه ورکړې او اوس دغه افت د خټکیو په کښت کې له منځه تللی دی.
د سرپل ولايت يو ځوان هذالدین چې څلور کاله مخکې يې کوژده کړې، وايي چې خسر يې پسه او اختری ترې غواړي؛ په داسې حال کې چې دی د خپل لګښت پوره کولو وسه نه لري، څه وار د دې شو چې خپلې کوژدنې ته عیدي وروړي.
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نن په مزارشریف کې د یوناما دفتر د سیاسي برخې له مسوولې مېرمن سوکي سره په یوه ګډه ناسته کې، د کار موندنې برخه کې د حکومت د پراخو پروګرامونو خبر ورکړ.
د سرپل د چاپیریال ساتنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د اوسېدونکو د نه پاملرنې له امله د سرپل سیند اوبه ککړې شوې دي.
د سرپل ولايت «شیرم» سیمې اوسېدونکي وایي، له تېرو ٣٠ کلونو راهيسې د څښاک اوبه نه لري او يوه بوشکه اوبه له ٢٥ تر ٣٠ افغانیو پېري.
په سرپل ولایت کې یو ۶۰ کلن کس چې ادعا کوي په درېیو کلونو کې یې څلور کوچنۍ لوڼې پلورلې او اوس هم له بېوزلۍ ځورېږي، له حکومت او خیریه موسسو د مرستې غوښتنه کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن