Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کونړ د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي چې په دغه ولايت کې د وروستيو اورښتونو له امله ۱۴ کسان مړه او ٣٠ نور ټپيان شوي دي.
د کونړ ولایت د ټولګټو چارو ریاست وايي چې نن د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د ۸ اعشاريه ۵ میلیون ډالرو په ارزښت، د يوه استحکامي پله د جوړېدو کارونه پيل شول.
د کونړ روغتيايي سرچينې وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند کومار کلي کې د يوې کوټې چت لوېدو له امله ۶ کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال د هندواڼو حاصلاتو له درکه۲۰۰ میلیون افغانۍ عوايد ترلاسه شوي.
کونړ د وټهپور ولسوالۍ په ګمبیر دره کې له سهار راهیسې د پښتنو او نورستانیانو ترمنځ وسلهواله نښته روانه ده چې یو شمېر کسان پکې ټپیان شوي دي.
د کونړ ولایت په مرکز اسعدآباد کې د هېواد د پخواني ولسمشر سردار محمدداوود خان د واکمنۍ پرمهال ۷۰۰ کیلوواټه برېښناکوټ د تېرو دوو کلونو راهيسې غیرفعال دی.
د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ چيراګل درې ته د لومړي ځل لپاره خام سړک ورجوړ شو او خلکو یې په خوشحالۍ کې پر ورغلو موټرو ګلونه وشیندل او ډزې یې وکړې.
د کونړ ولایت ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، له تېرې ورځې راهیسې د اوردیش تنګي د نښترو په ځنګله کې اور لګېدلی او اوس هم دوام لري؛ خو چارواکي بيا اورلګېدنه ردوي.
په کونړ ولایت کې د يوې قومي جرګې له لارې، د دوو کورنيو تر منځ ۳۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ چارواکي وایي، د معیاري ودانۍ نه لرلو له امله خپلې اداري چارې په یوه شخصي کرایي کور کې مخې ته وړي.
د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ ګنجګل سيمې خلک ادعا کوي چې له کلونو راهيسې له مخابراتي خدماتو بې برخې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP