ژبه

د کونړ په وټه‌پور کې د پښتنو او نورستانیانو ترمنځ وسله‌واله نښته شوې

اسعداباد، پارون (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د کونړ د وټه‌پور ولسوالۍ په ګمبیر دره کې له سهار راهیسې د پښتنو او نورستانیانو ترمنځ وسله‌واله نښته روانه ده چې یو شمېر کسان پکې ټپیان شوي دي.

ځایي اوسېدونکي وایي، دغه نښته د پښتنو او نورستانیانو ترمنځ شوې چې لامل يې په ځنګله کې د لګېدلي اور مړه کول دي.

د ګمبیر درې اوسېدونکي نقیب‌الرحمن، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نښته نن سهار شاوخوا اته بجې هغه مهال رامنځته شوې چې ځایي پښتنو ځوانانو او قومي مشرانو په ځنګله کې د لګېدلي اور د وژلو هڅه کوله او په وینا یې، هلته مېشتو نورستاني اوسېدونکو یې مخنیوی کاوه.

دی زياتوي: «زموږ د سیمې په ځنګل کې له پرون راهیسې اور لګېدلی و، نن سهار زموږ کلیوالو غوښتل چې په ځنګل کې لګېدلی اور مهار کړي؛ کله چې زموږ کلیوال په ډله‌يیزه توګه د اور وژنې لپاره لاړل، هلته پرې مېشتو نورستانیانو ډزې وکړې چې زموږ یو کلیوال یې هم ټپي کړ.»

د ګمبیر درې یو بل اوسېدونکی عتيق‌الله بیا وایي، د پښتنو او نورستاني قومونو ترمنځ نښته لا هم دوام لري (د ماسپښين څلور بجې) او له دواړو غاړو پر یو بل د ټوپکو ډزې کېږي .

د نوموړي په خبره، تر اوسه د مرګ‌ژوبلې کره معلومات نشته، خو اټکل کېږي چې دواړو لوریو ته به مرګ ژوبله اوښتې وي.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس او د ولایت ویاند نجیب‌الله حنیف هم مني چې په ګمبیر سیمه کې د مېشتو پښتنو او نورستانیانو ترمنځ په ځنګله کې د لګېدلي اور د وژنې پر سر شخړه شوې ده .

دی د مرګ‌‌ژوبلې په اړه څه نه وایي، خو زیاتوي چې حکومتي مسوولین ګمبیر سیمې ته رسېدلي او دا مهال (تر غرمې وروسته ۴ بجې) د دواړو خواوو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې ده.

د نورستان د وانټ‌وايګل ولسوال محمود‌الحسن بیا وايي، نښته اوس هم روانه ده او د وټه‌پور امنيه قوماندان ته د مرکز له خوا دنده ورکړل شوې چې سيمې ته ځان ورسوي او ډزبندي وکړي.

ده پژواک ته وویل، په دغه نښته کې تر اوسه دوه نورستانيان ټپيان شوي چې د يوه کس حالت نازک دى.

ګمبیر د کونړ وټه‌پور ولسوالۍ اړوند هغه سیمه ده چې ډېره برخه یې ځنګلونو پوښلې، دغې لويې درې کې د پښتنو ترڅنګ نورستانیان هم ژوند کوي.

ورته موضوع