Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فاریاب پوهنې ریاست د دغه ولایت ښوونځیو ته د نوو کتابونو، درسي بستو او خېمو د وېش بهیر له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، له دې چارې سره به په فاریاب کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه ۹۵ سلنه هواره شي.
د فاریاب سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په قرغان ولسوالۍ کې یوه ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده.
د فاریاب ولایت امنیه قومانداني د نامعلومو وسلهوالو له لوري د دغه ولایت په پشتونکوټ او قیصار ولسوالیو کې د دوو کسانو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د فاریاب سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې د یوه څرځای پر سر نښته کې ۳ کسان وژل شوي دي.
د فاریاب ولایت د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست محتسبین خلکو ته د نوروز حراموالي په اړه پوهاوي او د دغې ادارې د پرسونل د چلند په تړاو د اوسېدونکو شکایتونو اورېدو په موخه د میمنې ښار واټونو ته راوتلي وو.
د فاریاب له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر وايي، د دغه ولایت په مرکز میمنه کې په دوو جلا پېښو کې د یوه ملا امام په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د فارياب ولايت فرهنګیان او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، په تېرو کلونو کې د دغه ولايت په قيصار ولسوالۍ کې پر اصحاب کهف غار مشهور ځای لرغوني اثار لوټ شوي او په دغه غار کې د اوو جسدونو اسکلیټونه هم له منځه تللي دي.
د فاریاب یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د انټرنیټي خدمتونو له ټيټ کیفیته شکایت لري او له حکومت او اترا ادارې څخه د دغو شبکو د خدمتونو د کنټرول غوښتنه کوي.
د فاریاب سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت مرکز میمنې ښار کې د یوه جومات مخې ته چاودنه شوې خو مرګژوبله نه لري.
د فاریاب سیمهییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان مړه شوي دي.
میمنه (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): په فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د ډېرې سړې هوا له امله درې کسان مړه او
فاریاب کې ځایي سرچینې وايي، د دغه ولایت په ګرزیوان او قیصار ولسوالیو کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP