Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
سیمهییزې سرچینې وايي چې بادغیس کې ناپېژانده وسلهوالو یو کس وژلی، بلخوا په غور کې د غلا په تور پنځه کسان نیول شوي دي.
بادغیس ولایت کې ځایي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله یو ماشوم مړ شوی او ۲۴ کسان ټپیان شوي دي.
سېمهییز مسوولین وایي، د بادغیس ولایت په مرکز او مقر ولسوالۍ کې په دوو جلاپېښو کې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې د چت لوېدو له امله یوې مور او دوو ماشومانو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د باغیس سیمهییز مسوولین په دغه ولایت کې د سواد زدهکړو کورسونو ته د څه باندې ۱۶۰۰ ټوکه کتابونو، فرش او نورو توکو وېشلو لړۍ له پیلېدو خبر ورکوي.
د بادغیس امنیه قومانداني د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د یوه کس د مړي له پیدا کېدو خبر ورکوي او وايي، د دې پېښې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
د باغیس د مرکز قلعهنو ښار ځیني اوسېدونکي په دغه ښار کې د پارکونو له نشتوالي شکایت او د جوړېدو غوښتنه یې کوي، خو مسوولین وايي چې د کافی بودجې او ځمکې نشتوالي له امله په دې برخه کې کوم پلان نه لري.
د بادغیس د مرکز قلعهنو ښار ځینې اوسېدوني په داسې حال کې په دغه ولایت کې د غوړو او بورې د بیو له لوړېدو شکایت کوي چې د یاد ولایت ښاروالي د لومړنیو توکو د بیو کنټرول لپاره د یوې کمېټې له جوړېدو خبر وکوي.
ځایي مسوولین وایي چې د بادغیس په درهبوم ولسوالۍ کې د چت لوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د باغیس ځايي مسوولین وايي چې د وروستیو ورښتونو، سړې هوا او څاریو ته د خوراکي توکو کمښت له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نږدې ۶۰ زره څاروي له منځه تللي دي.
حکومت بادغیس کې د څارویو تلف کېدو مخنیوي په موخه مالدارانو ته پروړه او کنجاره وېشي
د بادغیس ولایتي روغتون کې ځيني ناروغلرونکي له اقتصادي ستونزو شکایت کوي، وايي چې له روغتون بهر د درملو پېرلو وس نه لري او حکومت باید دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن