Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د خوست امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې یې د نشهيي توکو يو مشهور قاچاقبر له ۴۳ کيلوګرامه چرسو سره نیولی دی.
د خوست امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په باک ولسوالۍ کې یوه کس خپل دوه وروڼه په ډزو وژلی او ورېندار یې ټپي کړې ده.
خايي سرچينو پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خوست عليشېرو او د پکتیا ډنډپټان ولسواليو ته څېرمه پر ډیورنډ فرضي کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
خوست ښار کې د څه باندې ۴۰ ميليون افغانيو په لګښت دوې رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د خوست ولایت په مرکز کې د ۹۳ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د خوست ولایت په مرکز کې د څه باندې ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک، ویالو او یوه کانال د جوړېدو چارې پيل شوې.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خوست کې د امنیه قوماندانۍ د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودو په مراسمو کې ویلي، په اوسني نظام کې د ټولو حقونه خوندي دي او هېڅوک چا د چا پر حق تيری نه شي کولی.
د خوست امنیه قومانداني وایي، د دغه ولايت په ګمرک کې یې ۸۸۰۰ لېتره مایع او ۲۰۰ کيلوګرامه جامد کېمياوي توکي چې د نشهیي توکو په جوړېدو کې ترې کار اخیستل کېږي، کشف او ترلاسه کړي دي.
د خوست حکومتي مسوولین او ډاکټران وايي، په دغه ولایت کې ۱۱ دولتي کلينيکونه خپلې ودانۍ نه لري او په نامناسبو کرايي کورونو کې روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.
د خوست امنيه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې یو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي چې په تړاو یې شپږ کسان هم نیول شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د خوست ولایت په ملکي روغتون کې د نږدې ۶۱ میلیونه افغانیو په لګښت د بېړنۍ پاملرنې څانګه (ایسيیو) جوړېږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې له افغان کډوالو سره له زور زیاتي ډډه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP