Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
خوست کې حکومتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د يوه کور د نړيدو له امله ۴۰ پسونه تلف شوي دي.
حکومتي مسوولین وايي چې په ننګرهار کې یو کس وژل شوی او خوست ولایت کې د کور چت نړېدو له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خوست سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ۷۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوو بیارغونې پروژو چارې بشپړې او د ۹۰ میلیون افغانیو په ارزښت د اوو نورو پروژو چارې پیل شوې.
د خوست د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، روان کال د دغه ولایت د غلام خان بندر له لارې د ۱۱.۵ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت ۴۵۰۰ ټنه وچه مېوه صادر شوې ده.
د خوست امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په عليشېرو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د ۱۳غړو د وژل کېدو پېښې په تړاو د اوو شکمنو کسانو له ډلې درې اصلي عاملان نیول شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وايي چې اسلامي امارت د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې خنډونه له منځه وړي او نړۍ هم درک کړې چې اوسنی نظام د افغانانو ښه استازولي کولای شي.
د خوست ولایت په دوو ولسواليو کې د ۲۳ کیلومتره سړکونو او د دغه ولایت په مرکز کې د ترافیکو مدیریت ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
خوست کې د ډاکټرانو اتحاديې پرېکړه کړې چې تر دې وروسته د دغه ولايت د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځيو له ښوونکو فيس نه اخلي.
د خوست په مرکزي محبس کې لسګونو بنديانو ته د برق انجينري برخه د حرفوي زدهکړو پروګرام پيل شو.
په خوست کې د ۱۸۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د والیبال لوبې یو معیاري جمنازیوم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۵،۴ میلیون افغانیو په لګښت د کبانو روزنې یوه لوی فارم د جوړېدو چارې پيل شوې.
د خوست امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې یې د نشهيي توکو يو مشهور قاچاقبر له ۴۳ کيلوګرامه چرسو سره نیولی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP