Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF په غزني کې له ۱۰۰ روغتیايي مرکزونو سره د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت او د زابل له ۴۷ روغتیايي مرکزونو سره د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي او غېر طبي وسایلو مرسته وکړه.
د زابل په مرکز کلات کې د کرکټ د ۱۰ ثبت شوو لوبډلو ترمنځ انټرکلب ۳۰ اووریزې سیالۍ پيل شوې چې شل ورځې به دوام وکړي.
د زابل په مرکز کلات کې د دغه ولایت د لسو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د زابل په شاهجوی ولسوالۍ کې د «امن» په نوم د فوټبال پیل شوې سیالۍ – چې نږدې یوه میاشت یې دوام وکړ – نن پای ته ورسېدې.
د زابل امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل کړی چې تر دې مهاله یې ۱۵۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.
د زابل په مرکز کلات کې د دغه ولایت د «اکاډمي کرکټ لوبډلې» او د غزني د «الف کرکټ لوبډلې» ترمنځ د درېیو پنځوس اووریزو او دوو شل اووریزو سیالیو لړۍ د غزني په بري سره پای ته ورسېده.
د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال د دغه ولایت د شکرپارې له باغونو ۷ زره ټنه حاصلات راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
د کندهار، هلمند او زابل سلګونو صرافانو او سوداګرو په احتجاجي غونډو کې پر کابل د امریکا وروستی هوايي برید وغانده او دا یې د نړۍوالو قوانینو خلاف عمل وباله.
کلات (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): د زابل د شملزو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو لاریون وکړ او په دې ولسوالي کې یې پر ډیورنډ فرضي کرښه
د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې په لومړي ځل ټېلیفوني او انټرنیټي خدمات پیل شول.
د کابل- کندهار پر لویه لاره د زابل په مرکز کلات کې د سراچه او ټېلر موټرو د ټکر له امله ۴ کسان مړه شوي او یوه ماشومه ټپې شوې ده.
د زابل چارواکي وايي، د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه یې کمپاین پیل کړی او په دغه لړ کې یې په مرکز کلات کې د کډوالو ښارګوټي اړوند ۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP