Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د غور د والي ویاند وايي چې په دغه ولایت کې د افغانیو د زړو بانکنوټونو راټولولو پروسه پیل شوه.
د غور ځایي سرچینو په دغه ولایت کې د نږدې ۳ زره کیلوګرامه اومان له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
فیروزکوه (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): غور کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه په قطس کلي کې د درې میلیونه افغانیو په
د غور د والي د دفتر له خوا په دغه ولایت کې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ادارې د فعالیت ځنډېدو په تړاو د اعلامیې په خپرېدو سره، یو شمېر اوسېدونکي اندېښنه ښیي او وایي، له دې ګام سره به د هغوی ستونزې ډېرې شي.
د غور سیمهییز مسوولین د غور – هرات د ۲۰ کیلومتره سړک پخولو تړون او د دغه ولایت په تیورې ولسوالۍ کې د ۱۵ کیلومتره سړک جوړېدو خبر ورکوي او وایي، ډېر ژر به د غور– هرات سړک قیرکولو عملي چارې پیل شي.
د ښوونې او روزنې برخې یو شمېر کارپوهان په داسې حال کې د خوندي ښوونیز چاپېریال پر رامنځته کولو ټینګار کوي چې د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، اولادونه یې په ازاده فضا کې تر خېمو او یا هم سره لمر لاندې زدهکړې کوي.
فیروزکوه (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د غور سیمهییز مسوولین وایي، نن سهار یې د یاد ولایت مرکز فیروزکوه ښار لوېدیځه سیمه کې تر
د غور روغتيايي مسوولين وايي چې د تېر میلادي کال په اوږدو کې په دغه ولایت کې شاوخوا شپږ سوه ماشومان د شري پر ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ٢٧ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په غور کې ځيني سوالګر له سختې سړې هوا او د سونتوکو له نشتوالي شکایت لري او له حکومت او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.
د غور ولایت یو شمېر مالداران د ژمي په رارسېدو او د څارویو د وښو له کموالي اندېښمن دي او د مرستې غوښتنه کوي، خو چارواکي وايي، هڅه کوي د همکارو موسسو په مرسته د دغه ولایت څاروي لرونکو ته واښه ووېشي.
په غور ولایت کې یو شمېر ناروغان او ناروغ لرونکي په داسې حال کې په ولایتي روغتون کې د ښځينه ډاکټرانو له کمښته شکایت کوي چې مسوولین د دې ستونزې د منلو ترڅنګ وايي، هڅې روانې دي څو په دغه روغتون کې ډېرې ښځينه متخصصینې وګومارل شي.
فېروزکوه (پژواک، ۱۶ اسد ۱۴۰۱): د غور ولايت اوسېدونکي د تېرو جګړو پر مهال د خښ شوو ماينونو له شتونه شکايت کوي او غواړي هغه
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP